اقتصاد

سبا په کابل ښارکې يو کيلوګاز له ٥٥ څخه تر ٥٩ افغانيو پوري وړاندې کيږي

په ورځ کې له  سلو ټنو څخه تر يوسلو پنځوسو ټنو پوري اوبلن ګاز

دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت له خوا  په کابل ښارکې ددولتي او نيمه دولتي   پلورنځيو له لاري ويشل کيږي .

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبرله مخې : دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت ويندوى وحيدالله غازي خيل نن  په کابل کې په يوه خبري  غونډه کې  داوبلن ګاز دبيې دلوړوالې دعواملو اوانګيزي په باب خبري وکړي او ويې ويل يو عامل  افغانستان ته دقزاقستان دګازو دصادراتو بندول و .

دده دڅرگندونوله مخې  په هيواد کې دستراتيژيکي زيرمو نه شتون  او له صادرونکي هيواد سره دخصوصي سکتور دسوداګرو لنډمهال قراردادونه هم  په دې ستونزه کې  ښکيل دي  .

غازي خيل زياته کړه چې د جمهوررييس له لارښوونې سره سم  دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت  لس زره ټنه اوبلن  ګاز پيرودلي دي  او تراوسه پوري  څه دپاسه دوه زره اووه سوه ټنه يې کابل ته رارسيدلي دي  چې  په کابل ښارکې ددرې ديرشو دولتي پلورنځيو او داتيا نيمه دولتي پلورنځيو له لاري ويشل کيږي .

ده وويل  په دولتي  پلورنځيو کې ديو کيلو اوبلن ګاز بيه  ٥٥ افغاني اوپه نيمه دولتي پلورنځيو کې ٥٩ افغاني ده او که چيري دپلورنځيو  خاوندان دټاکلي بيې پرخلاف عمل وکړي جريمه کيږي .

دسوداګرۍ او صنايعو وزارت ويندوى زياته کړه   چې سرله سبا دسو داګرۍ اوصنايعو وزارت  ، لوى څارنوالۍ ، دملي امنيت دلوى رياست او دامنيتي ارګانونو داستازو په ګډون هيئت په کابل ښارکې دګازو دپلورنې بهير کنټرولوي او دهر پلورنځي خاوند چې دټاکلي بيې پرخلاف عمل وکړي  دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت  پلورنځي يې تړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته