ټولنه

په لسګونو کورونه او په زرګونو جریبه کروندې په پروان کې د سېلاوونو له خطره مصوون شوې

چاریکار /دوږي ۲۷ / باختر د یو محافظتي دېوال په جوړولو، په لسګونو کورونه او په زرګونو جریبه کروندې په پروان کې د سېلاوونو له خطره مصوون شوې . دغه محافظتي دېوال دوه سوه پنځه ويشت متره اوږد والي لري د سید خېل ولسوالۍ کې د سیند په غاړه جوړ شو . د پروان د کلیو د بیا جوړولو اوپراختیا ریاست یو مسوول باختر آژانس ته وویل د دغه دېوال جوړولولپاره ، نهه مېلیونه افغانۍ لګښت راغلى دی . دا په داسې حال کې ده چې کلونه ،کلونه د پروان په سیدخېلو کې د سېلاوونو د راوتو او د سیند د څپانده کېدوپه وخت کې د هغوی کورونه او کروندې زیانمنې کېدې. او د سیدخېلو اوسیدونکي د سیند په غاړه د دغه دېوال په جوړولو خوشحاله دي. پای- شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته