کابل – باختر دکب دمياشتې ١٧
دپښتو ژبې د فرهنګ او ادب د نوميالي شاعر د زيږيدنې دسلم تلين د درناوي د علمي – څيړنيز سيمينار دجوړولو دکميسيون فرهنګي کميټې نن غونډه وکړه.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : په دې غونډه کې چې دافغانستان دعلومو
اکاډمۍ دسلاکار سرمحقق جبيب الله رفيع په مشرۍ جوړه شوه د هغو مقالو
دعنوانونو فهرست چې دهيواد د مشهورو څيړونکو او ليکوالو له خوا برابرې
شوې دي د فرهنګي کميټي دغړو له خوا وڅيړلې شوې .
د پښتو ژبې دنوميالي ليکوال او شاعرا غني خان د زيږيدنې د سلم تلين د درناوي علمي – څيړنيز سيميناردراتلوونکى کال دثور په مياشت کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا جوړيږي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ