ټولنه

په لغمان کې په ۴۷ کورنيو يو ميلیون افغانۍ ووېشل شوې

-مهتر لام باخترد سلواغې ۱۸ مه
په لغمان ولایت کې د الینګار ولسوالۍ پر ۴۷ جنګ ځپلو او داخلي بې ځایه شویو کورنیوباندې یو میلیون افغانۍ وویشل شوې.
چارواکي وايي دغه مرسته د ډي- ار- سي موسسې له خوا په هغو کورنيو ووېشل شوه چې د جګړو له امله د مهتر لام ښار ته راکډه شوې وې.
د لغمان د والي مرستیال شهزاده مظلوم یار د باختر اژانس سیمه ييز خبريال ته وویل: ولایتي اداره تل په دې هڅه کې ده،چې د خپلو ولسونو ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو ته په خپل وخت سره لاسرسی وکړي.
هغه وویل: دغه ۴۷ کورنۍ د الينګار ولسوالۍ د نورلام صيب درې د کنده ګل له سيمې څخه د جنګونو له امله مرکز ته را کډه شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په دغه نغدي مرسته کې هرې کورنۍ ته اتلس زره افغانۍ ورکړل شوې.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته