امنیت

ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول.

کابل – باختر د سلواغى دمياشتې ٢٤
دڅلورو بهرني اتباعو په ګډون ديارلس تنه ډار اچوونکي پرون په بدخشان او فارياب ولايتونو کې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ د آب راغک او فرغاميرو په کليو کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې دمولوي نقيب په نامه د دوى د ډلې يو سرګروپ او څلورو تنو بهرني اتباعو په ګډون يوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ددغې ډلې څوارلس تنه نور ټپيان شول.
دغه راز د فارياب ولايت دګرزيوال ولسوالۍ په مربوطاتو کې له وسله والو طالبانو سره دامنيتي ځواکونو په نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې : امنيتي ځواکونو په چاوديدونکو توکو بار يوسراچه موټر دکندز ښار د دريمې حوزې په مربوطاتو کې له سلو کيلوګرامو بارودو سره له چاودنې مخکې وپيژندل او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته