اقتصاد

بدخشان ته د باختر د هوايي شرکت ازمايښتې الوتنه پيل شوه

کابل /دغويي ١٦مه /باختر
د باخترافغان هوايي شرکت الوتنه پرون د بدخشان د فيض اباد هوايي ډګر ته خپله لومړنى ازمايښتې الوتنه پيل کړه .
د ملکي هوايي چلند د ادارې وياند محمد نعيم صالحي باختراژانس ته وويل چې دا د بدخشان د مرکز فيض اباد هوايي ډګر ته د دغه شرکت لومړنى ازمايښتي الوتنه ده .
چې د دغه ولايت د خلکو له خوا يې هرکلى وشو.
هغه زياته کړه : ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې د دغه هوايي شرکت رسمي الوتنې له کابل څخه فيض اباد ته او له فيض اباد څخه کابل ته پيل شي.
ختم – ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته