امنیت

وحيدالله توحيدي : دبرېښنا شرکت دبرېښنا ١٣٤غله لوى څارنوالى ته ورپېژندلي دي

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر
دبرېښنا شرکت  وياند وايي چې دغه شرکت تراوسه پورې  ١٣٤ کابل ښاريان  دبرېښنا دغلا په خاطر دمزو  له غوڅولو وروسته لوى څارنوالى  ته ورپېژندلي دي چې زيات شمېر  پوروړې  په ولايتونوکې دي .
دبرېښنا شرکت وياند وحيد الله توحيدي په دې اړوند دباختراژانس خبريال ته وويل دبرېښنا شرکت له لوري دپوروړلو دبرېښنادبهير  له غوڅيدو وروسته که چيرې  دهغوى دبريښنا مزي په غير قانوني ډول بيا ونښلول شي داساسي قانون له مادې سره سم  جرم ګڼل کېږي او له نغدي جريمې سره  دشپږومياشتو بندمجازات لري .
توحيدي دپوروړو په واسطه دبرېښنا دغلا يا دمزو له غوڅولو وروسته دبرېښنا دمزو بيا نښلول تاييدکړل  او ويې ويل چې دبرېښنا شرکت دغه موضوع له مستندکولو وروسته له هغه  هوکړه ليک سره سم چې له لوى  څارنوالى سره يې لري دغې ادارې ته راجع کوي .
  ختم_ ف_اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته