امنیت

پنځه تنه وسله وال مخالفين و وژل شول او شپږ تنه قوماندانان يې ونيول شول

کابل باختر دمرغومي دويمه
  دملي اردو دخاصو عملياتو دفرقې دمنسوبينو په چاڼيز و عملياتو کې پنځه تنه وسله وال مخالفين و وژل شول او شپږ تنه قوماندانان يې ونيول شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ دغه عمليات دهلمند ولايت په مربوطاتو کې ترسره شول چې په نيول شويوکسانو سربيره اووه ميله ډول ډول وسله هم دملي اردو دمنسوبينو لاس ته ورغلې ده .
دغه راز دلغمان ولايت په مربوطاتو کې په سړک کې د ښخ کړاى شوي ماين دچاودنې له امله دملي اردو دوه تنه منسوبين شهيدان او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته