کابل / د سلواغۍ / ۲۸/ باختر
څلور تنه چې ویل کېږي په ننګرهار کې د طالبانو د ډلې د هد فمندو ترورنو د یوې شبکې غړي وو ونیول شول.
دغه کسان په ننګرهار کې د څو دولتي کارکونکو په ترور تورن دي .
د رارسېدلو خبرونو له مخې، دغه ٤ تنه پرون ناوفته د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونیول شول.
د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل د باختر اژانس خبریال ته وویل چې نیول شوي کسان د یوه پوځي افسر او د څو دولتي کارکوونکو په ترور کې رول درلود.
نیول شویو کسانو په خپلو لومړنیو تحقیقاتو کې د طالبانو په ډله کې د غړیتوب او په ننګرهار کې د څو دولتي کارکوونکو په ترور اعتراف کړی دی .
طالبانو په دې اړوند څه نه دي ویلي .
پای / سعیده
13 1 دقیقه لوستل