امنیت

په فارياب کې٢٨ تنه طالبان ووژل شول

 کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۱۹مه
اته ويشت تنه وسله وال طالبان پرون په فارياب ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د قيصار او خواجه سبزپوش په ولسواليو کې له پوځيانو سره په جګړو کې ووژل شول او ۱۲ تنه نور طالبان ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه چې وژل شوي کسان په دغو ولسواليو کې د طالبانو د سيمه ييزو  قوماندانانو قاري اسحاق، حاجي امين او قاري شفيق الله په تروريستي ډلو پورې مربوط وو .
  خبرځاى زياته کړه چې د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل او دوه موټرسايکلونه هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.
پاىج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته