دوشبنه ايرنا باختر د غبرګولي دمياشتې ٧ :
په تيرو دريو ورځو کې په تاجکستان کې دډالرو ارزښت په سلو کې لس ټيټ شوى دى .
دغه ټيټوالى په تاجکستان کې د ډالرو د ارزښت د لوړوالي له يوې درې مياشتنۍ دورې وروسته رامنځته شوى دى او پرون يو ډالر د شپږو سامانيو يا دتاجکستان د ملي پيسو معادل و.
د همدې خبرله مخې : پرون د تاجکستان په صرافيو کې د ډالرو بيه د دغه هېواد دمرکزي بانک له رسمي بيې سره برابره وه او آن د مرکزي بانک له بيې څخه په ټيټه بيه تبادله کيدل.
د تاجکستان مرکزي بانک د ډالرو د بيې ټيټوالى دغه هېواد ته د ډالرو دوارديدو او د روسيې د روبل د ارزښت د تعديل زيږنده بللى دى .
0 1 دقیقه لوستل