امنیت

د حقاني د ډلې اووه تنه تروريستان په پکتيا کې ونيول شول

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو د پکتيا ولايت په مربوطاتوکې د ځانګړو عملياتو په بهيرکې د حقاني شبکې اووه تنه تروريستان ونيول .
د ملي امنيت لوى رياست باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو د پکتيا ولايت د مرکز ګرديز ښار په مربوطاتوکې د ځانګړو عملياتو په بهيرکې د حقاني د تروريستي ډلې يوه اووه کسيزه شبکه چې د دغه ولايت په مربوطاتو کې په تروريستي بريدونو او د ماينونو په ښخولو بوخته وه؛ نيولې ده.
دغه راز په يوبل اقدام کې د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو د پکتيا ولايت د مرکز ګرديز ښار په مربوطاتوکې د شمس الرحمن، الماس او بيت الله په نومونو درې تنه غله چې په ګرديز ښارکې يې د نوى کابل بانک له نماينده ګۍ څخه د پيسو د غلا کولو نيت درلود؛ هدف ته له رسيدو مخکې وپيژندل او يې نيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته