سیاست

د کورنیو چارو وزیر د ناروی له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریوپه موخه وکتل.

کابل باختر دکب لسمه
په دې کتنه کې لومړی د کورنیو چارو وزیر پوهنمل سترپاسوال غلام مجتبی پتنګ د ناروی د تېرو ترسره شـویو مرستـو له امله په مننې سره وویل چې ناروی له افغانستان سره له تېرو کلونو را پدې خوا په بېلابېلو برخو کې د پام وړ مرستې کړي چې افغان ولس یی درناوی کوي.
دکورنيوچاروزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ
د کورنیو چارو وزیر د امنیتي مسولیتونو د لېږد لړۍ ته په اشارۍ سره وویل دا چې د افغانستان ټول وګړي له موږ څخه سوله او امنیت غواړي او د امنیتي مسولیتونو د لېږد د لړۍ هرکلی کوي نو ټول ملي امنیتي ځواکونه مو هم په پوره میړانه او کلک هوډ سره د هېوادوالو د سر او مال دساتنې په موخه پوره چمتووالی لري.
وروسته دناروی سفیر وویل موږ خوښ یو چې له افغانستان سره د تیرویولسوکلونوپه ترڅ کې دوامداره همکاري لرو زموږ د همکاریو يواځینی علت دا دی چې افغانستان یوآزاد خپلواک او په خپلو پښو ولاړ هيواد وي موږ به له خپلو شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره د افغانستان د ملی پولیسود روزلوپه برخه کی لا نوره پاملرنه وکړو ترڅو د افغانستان ټول ملي پولیس په اړینو تجهیزاتو سره په مسلکي او ښونیزه پوهه سمبال وي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته