فرهنګ

تبصره

کابل باختر د ثور  څوارلسمه :
حامدکرزي په خپلې وروستۍ وينا کې په افغانستان کې درسنيو پرمختګ وستايه او هغه يې دسيمه په کچه بې سارى وباله .
دباختراژانس  مبصر ليکي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي خپله وروستۍ راډيويي وينا په هيواد کې درسنيو حالت ته ځانګړې کړې وه .
  ده په دې وينا کې په دې ترڅ کې چې ولسواکي اودمدني بنسټونو پياوړتيا درسالتمندو مطبوعاتو اصلي هدفونه وبلل ټينګار يې وکړ چې په ټولنه کې دمطبوعاتو او رسنيو رول هغه وخت مانا پيداکوي چې ازادي يې په قانون کې تسجيلې شوي وي .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دغه راز په دې وينا کې په هيواد کې  دازادو رسنيو او مطبوعاتو بي ساري پرمختګ او پراختيا زموږ دخلکو يوستر برياليتوب وباله او په افغانستان کې  دمطبوعاتو وده او ازادي يې دسيمې په کچه بي سارې وبلله .
دجمهور رييس حامدکرزي څرګندونې  په داسې حال کې کيږي چې ټاکل شوې ده ، دى په نږدې راتلونکي کې دهيواد سياسي  قدرت منتخب جمهور رييس ته وليږدوي .
دغه ليږدونه به په داسې حال کې ترسره شي چې دبيان ازادي او پراخ بنسټه مطبوعات ديو ارزښتناک  ميراث په توګه له اوسني مشرتابه څخه راتلونکي مشرتابه ته ليږدول کيږي . 
په تيرو دولسو کلونوکې دمطبوعاتو رسالتمند او ارزښتناک کار و چې افغانستان يې نړۍ ته معرفي کړ او ددغه هيواد هويت يې  د يو خپلواک او دټولنې دفعال غړي هيواد په توګه تثبيت کړ .
دهمدې مودې په بهير کې  دافغانستان دولت دخبر رسولو  دشبکو راډيويي  او تلويزيوني  شبکو په جوړولو او په چاپي خپرونو لاس پورې کړ او له نقد او انتقاد څخه له ډار پرته يې ديو پراخ بنسټه  مطبوعاتو دجوړولو چلند  له لاسه ورنه کړ .
  عقيده په دې وه چې درسنيو او د رغنده نقد او انتقاد په شتون کې کولى شو ولسواکه ټولنه پياوړې کړو دموکراسي ټينګه کړو او دخلکو اراده بيان کړو .
په دې  موده کې افغانستان له څو لسيزو ناخوالو وروسته چې په ځينو مواردو کې دغه ناخوالې له زندۍ کولو  او دازادو مطبوعاتو درامنځته کولو له مخنيوي سره جوختې وې، وکولاى شول يو ځل بيا ازاد مطبوعات تجربه کړي او رسنيو هم له ترلاسه شوي فرصت څخه  په استفادې سره خپلې ودې او پراختيا ته دوام ورکړ او په ډير لنډ وخت کې يې ځان دڅلورم رکن په توګه تثبيت کړ .
هغه څه چې دمطبوعاتو او درسانه يي  کار دازادۍ په نامه ياديږي  افغانستان دسيمې په کچه  يوه الګو اوبيلګه ده اوپه ځاى ده ووايو چې په افغانستان کې رسانه يي کار يوبي سارې کار دى .
هير نه کړو چې په افغانستان کې دمطبوعاتو ازادي او درسنيو وده په اساني سره نه ده ترلاسه شوې .
که چيرې دولت دمطبوعاتو ، رسنيو او درسنيو دخاوندانو د ملاتړي په توګه تبارزوکړ  وسله والو مخالفينو سره له دې چې په خپله يې له موجودو شرايطو څخه په يو ډول نه يو ډول ګټه واخسته خو هيڅکله يې دبيان دازادۍ په ارزښت اعتراف ونه کړ او هيڅکله  يې په ټولنې  دهغوى داغيزې  په باب خبرې و نه کړې  بلکې په ځينومواردو کې يې دخبريالانو په وړاندې له تاوتريخوالي او زورزياتي څخه کار واخست .
لکه څنګه چې په تيرو دولسو کلونوکې ٤٦ تنه کورني  اوبهرني خبريالان او درسنيو خاوندان  په هيواد کې په خبريالانو دعملي شوي تاوتريخوالي او زور زياتي قرباني شوي دي .
هغه څه چې  په افغانستان  دمطبوعاتو او دازاد رسانه يي کار په اړوند بيان شوي دي ، دخبروپاى نه ده  .
لکه څنګه چې وموويل  چې دبيان ازادي دارزښتناک ميراث  په توګه په راتلونکي سياسي مشرتابه پورې اړه پيداکوي چې بايد دهغه درناوى وکړو او ديوې  ولسواکې ټولنې  دپراختيا او د مدني ټولنې دودې لپاره هغه يو فرصت وبولو او پياوړي يې کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته