ورزش

دنجونو دفوټبال سيالۍ په کابل کې پيل شوې .

کابل باختردلړم دمياشتې ١٩ :
دکابل ښار دنجونو دفوټبال انتخاباتي سيالۍ  پرون مازيګر په يوې لوبې
سره پيل شوې  .
دفوټبال فدراسيون دنجونو دفوټبال دکميټې مسوولې هاجر ابوالفضلي  دباختر آژانس خبريال ته وويل  : په دې په زړه پورې لوبه کې دافغان  ټيم دصفر په مقابل 
کې په نهو سره دسنګر  پرټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ دشپاړلسو ټيمونوترمنځ دهيواد دفوټبال په لوبغالي کې پيل شوي
چي تر يوې مياشتې   پورې  هره   ورځ دوام  لري .
  دهاجر د څرګندونو له مخې :  ددغو سياليو په پاى کې به پنځوس غوره څيرې دنجونو دفوټبال ملي ټيم او دځوانانو دنجونو ټيم غړيتوب ترلاسه کړي .
دغه راز دنجونو دفوټبال  ټيم ته لس غوره څيرې ددغو  ټيمونو څخه پيژندل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته