سیاستخبرونهTOP

د جمهورريیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل / د لیندۍ ۱۸ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون مازیګر د کابینې د غړو او د هیواد د والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
د غونډې په پیل کې جمهورريیس غني په ایران او تاجکستان کې د هیواد د پخواني سفیر، د هرات مخکېني والي او جهادي شخصیت سیدمحمد خېرخواه، د هیواد اکاډمیک شخصیتونو پوهاند ډاکټر عبدالواسع سلطاني او پوهاند ډاکټر بشیر حلیمي، قومي مشر او ملي سوداګر حاجي زراب ګل، د افغانستان د دوکاندارانو او کسبګرو خونې ريیس محمدحسن سپاهي، جنرال سهیلا صدیق، د لیان امیري خیریه بنسټ مسوول او پوهنې سکتور کې د خيير سوداګر الحاج سید معصوم امیري، د هیواد نوموتې خبریالې اغلې سپوږمۍ میوندي او د افغانستان د فوټبال د پیاوړي روزونکي استاد هارون کارګر د وفات په خاطر یو ځل بیا د دوی کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب وړاندې کړل او د ډاکټر ناکامورا د لومړي تلین د یادولو پر مهال یې په افغانستان کې د نوموړي خدمتونه وستایل.
وروسته په بېلابېلو برخو کې چې د کرونا ستراتېژۍ او د منابعو د ځنځیر مدیریت، د اکسیجن د تولید او برابرولو څرنګوالی، د واکسین برابرولو څرنګوالی، پر وطنوالو یې اجتماعي اغېز او احتمالي ګواښونه، د کرونا ویروس د تشخیص او درملنې خصوصي او دولتي روغتونونو کیفیت، حساب ورکول او شفافیت، دقت او له واحدې مرجع څخه د ارقامو وړاندې کول او د عامې روغتیا وزارت پر جوړښت تمرکز ورکې شامل دي، د کرونا ویروس دویمې څپې خپرېدو د مدیریت په موخه د حکومت د پلان په اړه معلومات وړاندې شول.
وروسته کابینې عامې روغتیا وزارت په دغه وازرت کې د واحدې ادارې او سوق مرکز د ایجاد، بین الوزارتي کمېټې د ایجاد او په ورځني ډول د عامې روغتیا ټولو مرکزي او ولایتي ريیسانو سره د غونډو پر جوړولو، په مرکز او ولایتونو کې د یاد وزارت د اړتیاوو د تامین او ننګونو د حل په موخه د جمهورريیس په مشرۍ په اوونۍ کې دوه ځلې د حکومت د رهبرۍ ناستو جوړولو، په مرکز او ولایتونو کې د وطنوالو د ټلیفوني اړیکو ځوابولو په خاطر د واحد مرکز د ایجاد او وطنوالو ته د روغتایي مشورو ورکولو په موخه په مرکز او ولایتونو کې د مشورتي ټیم پر ګومارنې موظف شو.
همداراز عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه وشوه چې د تدارکاتو په برخه کې د هیواد روغتونونو ته د اسانتیاوو د ایجاد، ولایتونو او ولسوالیو په ځانګړي ډول لېرې پرتو او صعب العبور ولسوالیو ته د منابعو د عادلانه وېش په خاطر د واضح معیارونو د ایجاد، د منابعو او تجهیزاتو د استفادې په خاطر د ظرفیتونو د ایجاد، د کرونا ټیسټ په برخه کې د څارنیز سیستم د ایجاد او د شمېرو خپرولو او وړاندې کولو لپاره د واضح میکانیزم د ترتیبولو په موخه، د حکومت د رهبرۍ ناستو ته مشخص وړاندېزونه وکړي.
په همدې ترتیب عامې روغتیا وزارت او د جمهوري ریاست د ستراتېژیکو او عامه اړیکو اداره موظف شول چې وطنوالو ته د کرونا ویروس دویمې څپې خپرېدو په اړه د اطلاع رسولو او عامه پوهاوي برنامو او د وزارتونو، دولتي ادارو، علمای کرامو، ټولنیزو بنسټونو او رضاګارو په همکارۍ دې په سرپټو او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې له ماسک څخه د استفادې سرتاسري کمپاین د پیل په موخه، اقدام وکړي.
کابینې والیانو ته له کرونا ویروس سره د مبارزې ولایتي کمېټو د بیا فعالیت د پیل او د حکومت رهبرۍ غونډو ته د هغو د کړنو د راپور وړاندې کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
په دې غونډه کې د کابینې د مخکېنۍ پرېکړې مطابق د عامې روغتیا وزارت د وړاندیز پر بنسټ د ودونو د صالونونو د فعالیتونو بندول هم تایید شول.
د غونډې په بله برخه کې کابینې د (۱۲۰۰۰) متره مربع ځمکې او د (۴۸۲۴) متر مکعب دېوال موازي استملاک او د بامیانو ولایت د فرهنګي او تاریخي سیمو د ساتنې په موخه د کاروان سرای سیمو ودانۍ احاطې په خاطر د ښارجوړولو او ځمکو وزارت وړاندیز تصویب کړ.
د غونډې په پای کې د جمهوري ریاست عالي مقام د ۲۵/۸/۱۳۹۹ نیټې د ۳۴۵۹ ګڼې لارښوونې مطابق د عوایدو او مالیې راټولولو بهیر د چټکتیا په موخه ټول وزارتونه، دولتي ادارې، والیان، امنیه قومندانان، د ولایتونو مستوفیان او ګمرک رئیسان، موظف شول.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته