-امريکا غږ باختر د لړم پنځمه :
دناتو دتړون سرمنشي وايي دناتو _ روسيې دګډې شورا په پرونۍ غوندۀ کې په افغانستان کې دحالت په ګډون له تروريزم څخه درامنځته شويو ګواښونو په باب خبرې وشوې .
په دې غونډه کې چې دبلجيم په پايتخت بروکسل ښار کې جوړه شوه دناتو تړون دغړو هېوادونو سفيرانو او په ناتو کې دروسيې سفير الکساندر ګروشکو برخه لرله .
داپه روان ميلادي کال کې ددغې شورا دريمه ګډه غونډه بلل کيږي .
دناتو تړون سرمنشي ينس ستولتنبرګ په يوه خبري کنفرانس کې وويل: زموږ څيړنه دروسيې له څيړنې سره په بشپړه توګه توپير لري . خو موږ په افغانستان کې دامنيت او ثبات په تامينولو کې ګډې ګټې لرو . روسيې دافغانستان په باب دخپلې پاليسۍ په باب لنډ معلومات وړاندې کړ .
ناتو هم دافغان ځواکونو په پياوړتيا کې دخپلوهڅو په باب معلومات ورکړل او دامهمه ده چې ټول لوري دملي وحدت دحکومت ملاتړ کوي .
داپه افغانستان کې له تروريزم سره دمبارزې په لاره کې ډيره مهمه لاره ده چې له دې لارې کيداي شي په پراخه کچه په سيمه کې امنيت اوثبات تامين شي .
دناتو – روسيې دګډې شورا غونډه په داسې شرايطو جوړيږي چې له روسيې سره په ٢٠١٤کال کې دکريميا ټاپو وزمې د الحاق په خاطر له دغې هېواد سره دامريکا دمتحده ايالاتو اړيکې ډيرې ترينګلې شوې .
دغه راز په دې وروستيو وختو کې دامريکا ځينو جګپوړو پوځي مقاماتو له طالبانو سره دروسيې دهمکارى په باب انديښنه څرګنده کړې ده .
0 1 دقیقه لوستل