امنیت

پنځه تنه د بم او ماين ښخولو په تور ونيول شول

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
په خوست ولايت کې د وروستي خونړى بم او ماين ښخولوعاملين نن دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
په نيول شويوکسانو چې پنځه تنه دي؛ تورلګول شوى دى ددغه ولايت په ځينو سيموکې دځنځيره يي بم او ماين ښخولوکې لاس درلود .
دخوست ولايت يو امنيتي چارواکى د باختر آژانس خبريا ته وويل: دغه کسان د يولړځانګړو عملياتو په بهيرکې ونيول شول .
د دغه امنيتي مسوول دڅرګندونو له مخې: نيول شويوکسانو اعتراف کړى دى چې د خوست ولايت په ځينو سيموکې د بم او ماين په ښخولوکې لاس درلود.
تورنوکسانوپه خپلواعترافونوکې ويلي دي چې په پاکستان کې د ځينو کړيو له خوا په خوست کې د تروريستي بريدونو ترسره کولو لپاره ګومارل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته