سیاست

جمهور رئیس غني: د افغانستان نوی نسل د سولې، ثبات او هوساینې د رهبرۍ نسل دی

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٤
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې ”د ملګرو ملتونو ورته والي غونډې“ ته د وینا پرمهال وویل، د افغانستان نوی نسل د سولې، ثبات او هوساینې د رهبرۍ نسل دی.
دجمهوررييس دويانددفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې په صدارت ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د هېواد لومړۍ مېرمن، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال حاجي محمد محقق او د یو شمېر بهرنیو هېوادونو سفیرانو هم حضور په کې درلود، جمهور رئیس ځوانانو ته په خطاب کې وویل، ستاسو موجودیت د افغانستان ولس ته دا ډاډ ورکوي چې د ټولنې مطلق اکثریت  ( ځوانان او ښځې) دهيواد د رهبري لپاره تیار دي.
جمهور رئیس غني وویل، نن ستاسو هر یوه په څېره کې امید، اراده، همبستګي، همدلي او د ښځې او نارینه په مساواتو باور وینم. جمهوررييس زیاته کړه، زه په تاسو کې هغه نسل وینم چې افغانستان له نړۍ سره نښلوي او کولای شي په ښه توګه زموږ د عظیمې خاورې او خلکو استازیتوب وکړي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، نن دا مطرح نه ده چې تاسو ملګري ملتونه تمثیلوئ، له ټولو څخه دا مهمه ده چې تاسو د افغانستان راتلونکی تمثیلوئ.
جمهور رئیس د دغې غونډې د جوړونکو نوښت، تمویل او د ټیم تشکیلول وستایل. هغه زیاته کړه، په مملکت کې هیڅ کار له ټيم پرته نه کېږي.
محمد اشرف غني هغوی ته په خطاب کې وویل، تاسو د وېش نه، بلکې د اتصال نسل ياست ستاسو د هر یوه وینه د عزت، افتخار او ارادې وینه ده او تاسو هغه نسل ياست چې نوره به نفاق ته اجازه ورنه کړئ. تاسو هغه نسل ياست چې نه یوازې په اتحاد بلکې په مساوات باور لرئ.
جمهور رئیس وویل، ډېر د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان راتلونکی ستاسو په لاسونو کې مصون دی. زه تلونکی جمهور رئیس یم، زما مسوولیت دادی چې افغانستان تاسو ته تسلیم کړم. نن د افغانستان اداره د خدای په فضل ورځ تر بلې ځوانېږي او مسلکي کېږي.
جمهور رئیس غني وویل، د جمعې په ورځ مې د ۳۴ ولایتونو د کرنې د ریاستونو لپاره ۳۸ نوماندرئیسان وارزول، چې ۷۰ سلنه یې ماسټري او ډاکتري لرله. هغه له ځوانانو څخه له دې امله مننه وکړه،چې هر یو د افغانستان په لريو سيمو کې خدمت ته تیار دي.
محمد اشرف غني د شل تنه نویو تعین شویو ښاروالانو له جملې څخه د اکثریت عمرونه  د ۲۸ او ۳۵ کلنو تر منځ وبلل او ځوانانو ته په خطاب کې یې وویل، ستاسو د لیدلوري، تعهد او تجربې له برکته به افغانستان دوامداره سولې، ثبات او هوساینې ته ورسېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته