امنیت

د طالبانو له خوا يو ټکسي چلونکي په هلمند کې ووژل شو.

کابل-باختر دليندۍ دمياشتې ٦
دټکسي موټر يو چلونکى په هلمند ولايت کې د طالبانو له خوا په بې رحمانه ډول ووژل شو.
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک باختر آژانس ته خبر ورکړ : دغه ټکسي چلونکى چې دګرمسير ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې تګ راتګ کاوه ، دوه ورځې مخکې د طالبانو له خوا ووژل شو.
ددغه ټکسي چلونکي ورور جمعه خان باختر آژانس ته خبر ورکړ : ورور يې دملي اردو دسرتيرو دليږدونې په دليل لومړى د طالبانو له خوا ودرول شو وروسته په نامعلوم لورى وليږدول شواو په بې رحمانه ډول ووژل شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل دچلونکي مړى له دوو ورځو پلټنو وروسته ترلاسه شوى دى .
ديادونې وړ ده دچلونکي احمد شاه دوه تنه کوچني ماشومان پاتې دى او درې کاله مخکې يې واده کړى و.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته