امنیت

په بدخشان کې د دښمن د توطيومخه نيول شوې ده

کابل  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١١ :
دملي امنيت لوى رياست د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي دي چې په بدخشان ولايت کې ميشتو امنيتي ځواکونو وکولاى شول چې دښمن او دپاکستان د استخباراتو د دښمنانه توطيو مخه ونيسي .
دباخترآژانس دخبرله مخې په اعلاميه کې ويل شوي دي: د سيمې استخباراتي سازمانونه اوپه تيره بيا دپاکستان  د (آى اس آى) استخباراتي سازمان چين ته د وردوج له لارې د وريښمو لارې د واټ د جوړولو د مخنيوي په مقصد دخپلو مزدورو افرادو په واسطه اډې جوړې کړې دي چې په دغو ولسواليوکې تروريستي او ورانکارو فعاليتونه ترسره کړي دي او دهيواد د اقتصادي ودې او له چين او د منځني اسيا له هيوادونوسره ددغه واټ  نښلولو مخه ونيسي.
څرنګه چې تروريستي کړۍ او ډلې دخپلو ناوړو او مغرضانه هدفونو د ترسره کولو په مقصد د اشکاشم او وردوج ولسواليو ته ننوتي و؛ د وروستيو دوو مياشتو په بهيرکې دافغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې دطالبانو نولس تنه مشهور قوماندانان وژل شوي دي.
دغه راز په بل عملياتوکې چې د ١٣٩٢  کال دغبرګولي دمياشتي په  ١٠ نيټه   د امنيتي ځواکونو له خوا د وردوج او اشکاشم په ولسواليوکې ترسره شوي و؛ دطالبانو مشهور قوماندانان ملاعبدالحکيم، ملاحاجي شمس، ملامحمد اوملا ګدامحمد له خپلو  اووه ويشتو تنو وسله والو افرادو سره ووژل شول.
دياونې وړ ده چې د پاکستان د (آى اس آى) په سازمان پورې يوشمير تړل شوي مرموزې مهرې په  بدخشان  ولايت کې له دغو ډلو څخه ملاتړکيږي او د وردوج او اشکاشم ولسواليو په وروستيو ناامنيوکې لاس درلود او په دې هيله دي چې د ناامنيو لمن د بدخشان ولايت نورو ولسواليو ته پراخه کړي.
افغان امنيتي ځواکونه حالات په بشپړه توګه ترکنترول لاندې لري اوپه ګډو همکاريو سره هلي ځلې کوي چي د تروريستانو هر راز هدفونه ، پلانونه او ورانکار فعاليتونه له خاورو سره يو خيل کړي  او د وردوج اواشکاشم  د ولسواليو دپاکولو په مقصد يې منظم عمليات ترسره کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته