امنیت

څوارلس تنه ډار اچوونکي په زابل کې ووژل شول

قلات/ باختر د زمري دمياشتې  ١٤  :
په زابل ولايت کې د يولړ هوايي بريدونو له امله څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه کله چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو، بريد وشو .
  د زابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر غلام جيلاني فراهي باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: دغه بريدونه د افغانستان د هوايي  ځواکونو له خوا ترسره شوي دي .
ويل کيږي، په دغو هوايي بريدونوکې د وسله والو طالبانو يو پټنځى په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته