ټولنه

په سمنګانو کې پنځه سترپلونه ترميم اوبياجوړ شول .

کابل باختر دلړم څليرويشتمه :
دسمنګانو ولايت په عمومي لارو کې پنځه ستر پلونه دفوايد عامې وزارت له خوا ترميم  او بيا جوړ شول .
دسمنګانو ولايت دفوايدعامې رييس انجنيرضياهمايون ابراهيم خيل  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پنځه پلونه چې په عمومي لاره کې دي دفوايد عامې وزارت له بودجې  څخه دڅه ناڅه نهو مليونو افغانيو په لګښت  په تيرو څلورو مياشت کې په اساسي ډول ترميم او بيا جوړ شوي دي .
ده زياته کړه ددغو پلونو اوږدوالي اوسور له يوبل سره  توپير لري خو په دغو ترميماتو اوبياجوړولو کې  دپلونوټولې  ويجاړې شوې برخې چې دموسمي سيلاونو او دترافيکي پيښو په ګډون دطبيعي پيښو له امله زيانمن شوي دي بيا جوړ او ترميم شوې دي .  ابراهيم  خيل دغه راز زياته کړه چې دکابل مزارشريف  دعمومي لارې  نږدې  ٩٠ کيلومتره دسمنګانو د ولايت  له مربوطاتو څخه تيريږي چې تيرکال  زياتې برخې يې دفوايد عامې وزارت له خوا بيا رغولې شوي دي خوپنځه ستر پلونه يې چې ترميمولو اوبيا رغاونې ته يې اړتيالرله  په روان کال کې بيا جوړ او ترميم کړي دي .  او په دې وروستيو وختو کې داستفادې  وړ ګرځولي  دي .
په همدې حال کې دسمنګانو ولايت دکليو دبياجوړولو اوپراختيا رياست دمطبوعاتو مسوول ثمر الدين شارخي  وايي دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دبيلابيلو پروګرامونو له لارې  په څو وروستيو کلونوکې دافغانستان ددولت او له نړيوالو مرستو څخه دسلګونو زرو ډالرو په لګښت په سمنګانو کې کابو ٣٦٠ پلونه اوپلګوټي  جوړ شوي دي  چې دخلکو او دسلګونو باروړونکو او مسافر وړونکو وسايطو په تګ راتګ کې يې چې له دغې لارې  تيريږي ښې اسانتياوې برابرې شوې دي اوددغو پلګوټو په جوړيدو سره دسمو مواصلاتي لارو دنشتوالي له پلوه ددغې ولسوالۍ دلرې پرتو سيمو دزرګونو کورنيو ستونزې لرې کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته