-کابل / دوږي ١٩مه /باختر:
د تاجکستان جمهوريت د خپلواکۍ د کاليزې په مناسبت د بهرنيو چارو وزارت د مبارکۍ پيغام.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د خلکو اودولت په نمايندګى د تاجکستان جمهوريت د خپلواکۍ د ٢٩مې کاليزې په مناسبت د خپلو مبارکيو صميمانه مراتب د تاجکستان جمهوريت پتمنو خلکو اودولت ته څرګندوي
د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د تاجکستان جمهوريت ترمنځ ورورګلويزې اړيکې ژورو تاريخي او فرهنګي جرړې لري.
موږ دوه دوست او ورونه ملتونه يو او زيات ګډديني، فرهنګي اوتاريخي مشترکات لرو.
د دغومشترکاتو په تکيې سره ټينګ هوډ لروچې دغه پيوندونه نور هم ټينګ کړواوګډ روښانه راتلونکې ته ورسيږو.
ختم_ ج _اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ