کابل باختردسلواغي دولسمه :
دوه تنه ماين ښخوونکي پرون د ارزګان ولايت په مربوطاتوکې د ماين ښخوولو په وخت کې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دوه تنه ماين ښخوونکي کله يې چې پرون غوښتل د ارزګان ولايت د خاص ارزګان د ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسايطو ضد يو ماين ښخ کړي؛ ماين د ښخولوپه وخت کې وچاوديد او ماين ښخوونکي يې ووژل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ