امنیت

دوه تنه ماين جوړونکي دخپل ماين قرباني شول .

کابل باختر  دغبرګولي دويمه :
په فارياب ولايت کې دوه تنه ماين جوړونکي  پرون دخپل جوړشوي ماين قرباني شول .
  دفارياب ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالنبي الهام دباختراژانس  خبريال ته وويل: دوه تنه ماين جوړونکي دفارياب ولايت دشيرين تګاب ولسوالۍ دمرکز جامع جومات ته څيرمه په سړک کې دماين ښخولو په وخت کې ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل دغه کسان چې غوښتل يې لمونځ کوونکى دلمانځه داداکولو په وخت کې په وينو او خاورو ولړي  او لت پت کړي ددوى له خوا ځاى پرځاى شوى ماين وچاوديد او دواړه يې ووژل .
الهام زياته کړه چې دوه ورځې مخکې هم دوسله والو طالبانو له خوا دفارياب ولايت دپښتون کوټ ولسوالۍ دامام صاحب دجامع جومات په ساحه کې يوځاى پر   ځاى شوى ماين دپوليسو له خوا کشف او شنډ کړى شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته