امنیت

له هلکانو څخه دناوړې جنسي استفادې په تور دپنځوتنو نيول کيدل .

کابل باختر  دلړم  درې ويشتمه :
پنځه تنه په کاپيسا ولايت کې په يوه يوولس کلن هلک  دجنسي تيري   او وژنې په ګډون له هلکانو څخه د ناوړې استفادې په تور  پرون ونيول شول .
دکاپيسا ولايت امنيتي مقامات وايي چې ددغه ولايت پوليسو پنځه تنه هلکانو څخه ناوړې جنسي استفادې  ، وژنې او تيرى په تور نيولي دي .
  دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني باختراژانس ته وويل په دغو کسانو له دريوکلونو راپديخوا دبيلابيلوجرمونو تور لګول شوي و چې تيرماښام ددغه ولايت دپوليسو له خوا ونيول شول .
اميني زياته کړه په دغو کسانو چې يو کرولا موټر او يوه تومانچه هم ترلاسه شوې ده له هلکانو څخه دناوړې جنسي استفادې   وژنې او په يوه يوولس کلن  هلک دتيرى تور لګول شوى دى .
   يوه اړونده خبرځاى وويل دغو کسانو دکابل ښار دمريمې ليسې په ساحه او دپروان ولايت دبګرام په ولسوالۍ کې دوژنې په بيلابيلو قضيو کې لاس درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته