ټولنه

په ننګرهار کې د رای ورکولو مرکزونو په فعالیت پیل کړى دى

کابل/ د تلې ۶ مه / باختر
د ننګرهار په مرکز او ولسواليوکې نن سهار اووه بجې د رای ورکولو مرکزونو په فعالیت پیل کړی دی.
د باختر آژانس سیمه ييز خبریال وايي چې په ننګرهارکې سهار اووه بجې په ټولو مرکزونو کې رای اچونه پیل شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې په انتخاباتوکې د خلکو ګډون پراخ دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي: په دغه ولایت کې ۳۹۵ مرکزونو چې ۲۵۳۴ محلونه لري، راى ورکول ترسره کېږي چې د څار بنسټونو، رسنیو او یو شمېر نورو په ګډون به د ۷۴۰۹ تنو له لوري د دې بهیر څارنه وشي.
سرچینه زیاتوي چې په دغه ولایت ۱۶ زره کارکوونکي ټاکنیزې چارې ترسره کوي او ۳۹۵ تنه د شکایتونو کمېسیون له لورې په مرکز او ولسوالیو کې مسوولین ګومارل شوي دي.
خوږیاڼی وايي: په ننګرهار ٩٠٠ زره کسانو د رای ورکولو په موخه نوم لیکنه کړې ده او ټاکل شوې ټول خپلې رایې وکاروي.
مسوولین وايي: د ننګرهار په ټولو ولسوالیوکې ولسمشریزو ټاکنو لپاره د راى ورکولو بهیر ترسره کېږي او هېڅ داسې ولسوالي نشته، چې هلته رایې ونه کارول شي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته