نړۍ

شپږ تنه پوليسان د پاکستان په کراچۍ ښارکې ووژل شول

کراچۍ  باختر دسلواغي  شپږمه
د پاکستان په کراچۍ ښارکې د پوليسو په ليږدونکو وسايطو د وسله والوکسانو د بريد له امله شپږ تنه پوليسان ووژل شول او څو تنه نور يې ټپيان شول.
باخترآژنس د فرانسپرس خبري آژانس له خولې خبر راکړ: دغه بريدتېره شپه د کراچۍ په لنډي سيمه کې د قومي مهاجر غورځنګ يومشر آفاق احمد استوګنې  کورته څېرمه وشو .
د بريد په وخت کې دغه مشرپه خپل کورکې نه و او د ده درې تنه ساتوونکي پوليسان ووژل شول.
  له دغې پيښې وروسته ناپيژندل شويو وسله والوکسانو دلنډي ناحيې ته څېرمه د پوليسوپه يوې بلې ليږدونکې واسطې بريد وکړ چې د يو لاروى او د دريوتنو پوليسانو د وژل کيدو سبب شو.
د پيښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او حالت يې خراب بلل شوى.
تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى.
څه موده مخکې دکراچۍ ښار د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رييس جوهدري اسلم چې له څو ناوړوقصدونو څخه روغ رمټ پاتې شوى و؛ له دوو تنو نورو افسرانو سره په يوه ځانمرګى بريد کې ووژل شو .
دکراچۍ ښار دپاکستان يو ډير ستر ښار دى چې په هغه کې له څوکلونو راپديخوا اړو دوړ دوام لري او چاودنې ، قصدي وژنې ، دنشه يي توکو د قاچاق وړونکو ډلو ترمنځ نښتې او د باج اخستنو او په غيرقانوني ډول دپيسو دترلاسه کولو لپاره انسان تښتونې پکې کيږي او حګومت هم په دغه ښارکې د امنيت دتامينولو په لاره کې پاتې راغلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته