امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په بدخشان کې ووژل شول

فيض آباد باختر دوږي دمياشتې لومړۍ نيټه  :
اته تنه وسله وال طالبان په بدخشان ولايت کې د نويو هوايي بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه  د تګاب ولسوالۍ بازار ته څېرمه بريد وشو.
د افغانستان په شمال کې د ملي اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې هوايي بريدکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: دغه وسله وال طالبان په خپل پټنځي کې د يولړ ډار اچوونکوپيښو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريد وشو.
ويل کيږي په دغو هوايي بريدونوکې د وسله والو طالبانو دوه مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته