– کابل باختر دمرغومي پنځلسمه :
اووه تنه تروريست طالبان د کونړ اوبدخشان په ولايتونو کې د ملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
پنځه تنه تروريست طالبان چې دبدخشان ولايت دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې په تروريستي فعاليتونو بوخت و دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
دکونړ ولايت ددانګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددغو ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې دوه تنه تروريست طالبان ووژل شول .
دغه راز په دغو عملياتو کې پنځه تنه تروريست طالبان ټپيان شول او يوشمير نوريې ونيول شول .
ددغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه وسلې او ددرندو وسلو يوه اندازه مهمات او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
دغه راز دقندهار ولايت دميوندولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دځواکونو دوظيفوي فعاليتونو په بهير ددښمن يو دوه اتياملي متري هاوان ، يوه اندازه مهمات اويوموټرسايکل هم ترلاسه شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل