سیاست

د بادغيس ولایت یوشمېر مشرانو د اجرائيه ریاست له لومړي مرستيال سره وکتل

کابل/ باختر / د وږي ديرشمه :
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال د بادغیس ولایت له یوشمیر قومي مشرانو
سره په دغه ولایت کې د خلکو د ستونزو په اړه خبرې وکړي.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د بادغېس ولایت د مقر ولسوالۍ ولسوال حاجي عبدالوارث د مقر د امنیت په
اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې د طالبانو د وروستیو يرغليزو تحرکاتو
سربېره په یاده ولسوالۍ کې امنیت د ډاډ وړ دی.
د جنوب لویدیځ زون د کوچیانو رئيس حاجي عبدالوارث اسحق زي د کوچیانو په
ستونزو خبرې وکړې او د ملي یووالي له دولت څخه یې د کوچیانو د ستونزو د
هواري غوښتنه وکړه.
دوی د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولې له روان بهیر څخه ملاتړ وکړ او
په دولت یې غږ وکړ چې له هر ډول فشار سره سره باید یاده پروسه تر
بریالیتوبه ورسوي.
لومړي مرستيال انجینیر محمد خان د باغیس ولایت اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې
امنیتي مسوولین د خپلو اتباعو د امنیت د خوندي کیدو لپاره هر اړخیزې هڅې
کوي.
لومړي مرستيال ددې ترڅنګ له خلکو وغوښتل چې، ولس باید له حکومت سره
همکار و اوسي او په ګډه دامنیت د ټینګښت او هېواد په بیا روغونه کې هلې ځلې
وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته