سیاست

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د سارک دسازمان له سکرتر جنرال سره وکتل

کابل باختر د وږي   يوولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د سیمه ییزو همکاریو لپاره د سهیلي اسیا دسازمان "SAARC" له سکرتر جنرال ارجون تاپا سره وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغه کتنه کې په سارک سازمان کي د افغانستان د ګډون، ددې سازمان له اړوندو پروژو د افغانستان د ګټي اخستني، د هیواد د فعالي ونډي او د افغانستان په کوربتوب د دغه سازمان د راتلونکو غونډو په اړه بحث وشو.
د سارک داتحادیې سکرتر جنرال د هیواد اجرائیه رئیس ته وویل، دوی په ټول توان هڅه کوي، چي ددې سازمان له لارې د غړو هیوادونو ترمنځ سوي تړونونه په سمه توګه اجرا او اړوند ملتونه ورڅخه برابر ګټه پورته کړي.
ده زیاته کړه، چي دوی په سارک سازمان کي د افغانستان د پراخي ونډي اخستني او د دغه سازمان د ۲ راتلونکو غونډو د کوربتوب له خاطره له افغان حکومته مننه کوي.
ښاغلي ارجون وړاندي وویل، چي دسارک سازمان کي د غړو هیوادونو د پريکړې پر اساس به په زیربنا، ټرانزیټ، تجارت او صنعت کي د هیوادونو ترمنځ مشترکي پروژې پلي شي او هیله لري، چي افغانستان له دغو پروژو زياته ګټه پورته کړي.
هغه له اجرائیه رئیسه وغوښتل، چي د سارک په سازمان کي د طبعي افتونو سره د مبارزې لپاره په جوړ شوي پلان کي هم د افغانستان ګډون او اقدامات یقیني کړي.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د سارک د سازمان له سکرتر جنرال سره په کتنه کي وویل، چي د ټرانزیټ په برخه کی لاسلیک شوي تړونونه د افغانستان لپاره اساسي ارزښت لري او دغه سازمان دې دغه شوي تړونونه له اړوندو هیوادونو سره تعقیب کړي.
ده زیاته کړه، افغان حکومت په سارک سازمان کي ټولو تړونونو ته ژمنتیا لري او په دغه هیواد پوري ټول مربوط مسائل په جدي توګه تعقیبوي.
ده یادونه وکړه، چي د افغان حکومت اړوند وزارتونه به هغه موضوعات، چي تعقیب او توجه ته اړتیا لري، پر وخت او زمان تعقیب او د اجرااتو پروسه به یې چټکه کړي.
اجرائیه رئیس وویل، هیواد یې په سارک سازمان کي د غړیتوب له لارې غواړي، چي هم له نورو غړو هیوادونو سره ښه همکار پاته سي او هم خپله ددې سازمانونو له پروژو لازمه ګټه پورته کړي.
ده همداراز وویل، چي افغانستان په زیربنا، صنعت، تجارت او ټرانزیټ کي داسي پروژې لري، چي ددې هیواد ترڅنګ ورڅخه د سارک اړوند نور هیوادونه هم ګټه پورته کوي او اړینه ده، چي دغه سازمان یې په اجراء کي لازم کارونه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته