ټولنه

په روزګان کې له سلګونو اړوکورنيو سره مرسته .

 کابل باختر د  زمري اتلسمه :
په روزګان ولايت کې له سلګونو اړو کورنيو سره د خوراکي توکو او دلګښتي مالونو مرسته وشوه .
دغه مرسته د مرستندويو  بنسټونو له خوا اړو کورنيو ته  برابره شوې ده .
د روزګان ولايت يوه سيمه ېيز قوماندان باختراژانس ته وويل چې؛ په دې پړاو کې له شپږ سوه کورنيو سره  دخوراکي توکو او د لګښتي مالونو مرسته شوې ده .
سرچينه زياتوي چې دغه مرستې له جګړه ځپلو او له پاکستان څخه راستنې شويو کورنيو سره وشوې.
د روزګان ولايت سيمه ېيز مقامات وايي هڅه کوي چې د مرستندويو  بنسټونو په همکارۍ له اړو کسانو سره د زياتې  مرستې لپاره زمينه برابره کړي .   ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته