ټولنه

په سرپل کې اته ويشت کيلومتره سړک پخېږي .

کابل باختر دليندى اته ويشتمه : په سرپل کې دوه ټولګتې پروژې تطبيقېږي . دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، په دغو پروژو کې دلسو کيلومترو په اوږدوالي ديوسړک دسوزمه قلعه ولسوالۍ له درې لارې څخه ددغې ولسوالۍ تر دوابې او له دوابې څخه دسانچارک ولسوالۍ تر مرکز پورې داتلسو کيلومترو سړک پخول شامل دي . ويل کېږي چې دغه دوه پروژې دسويډن دهېواد له خوا دسل زره امريکايي ډالرو په لګښت په دولسو مياشتو کې بشپړې او ګټې اخستنې ته سپارل کېږي څلور کاله مخکې هم دسويډن هېوادپه مالي مرسته دسرپل په سوزمه قلعه کې ديرش کيلومتره سړک پوخ شوى دى . ختم_س عيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته