ټولنه

پنجشير ته د بهرنيو خبريالانوسفر

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٦ :
يوه ډله ايراني خبريالان نن د پنجشير ولايت له رسنيوڅخه يې ليدنه وکړه.
د پنجشير ولايت د رسنيو د اتحاديې مسوول روح الله يوسفي باختر آژانس ته وويل: پنجشير ولايت ته د دغو شپږو تنو ايراني خبريالانو د سفرهدف د دغه ولايت له دولتي او خصوصي رسنيو څخه ليدنه او دغه راز د افغانستان او ايران ترمنځ  د افکارو د تبادلې او فرهنګي مشترکات دي .
په دې يو اوونيز سفرکې ايراني خبريالان غواړي له افغانستان سره خپلې  فرهنګي او رسانه يي اړېکې ښې کړي .
يوسفي زياته کړه: ټاکل شوې دغه خبريالان خپل هېواد ته  په بېرته ستنيدو سره د افغانستان په باب خپلو خبرونو ته پراختيا ورکړي.
ويل کيږي په دې سفرکې له بهرنيو خبريالانو سره د افغانستان د خبريالانو د اتحاديې رئيس فهيم دشتي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس غلام رسول او يوشمېر کورنيوخبريالانو ملګرتيا کوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته