نړۍ

په منځنې ختيځ کې دماشومانو دګوزڼ د واکسين بيړنى پروګرام

نيويارک نړيوالي خبري منابع  باختردلړم دمياشتې ٢٢:
دسوريې دمهاجرينو ترمنځ  دماشومانو دګوزڼ دناروغۍ په خپريدو سره دنړۍ روغتيايي سازمان اعلام وکړ  ددغې ناروغۍ ويروس داسې ويروس دى چې په پاکستان کې خپور شوي او په اسراييلو ، داردن سيند په لويديځ ساحل او غزه کې هم ليدل شوى دى.
تراوسه پورې دسوريې دمهاجرينو ديارلس تنه ماشومان په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.
دنړۍ روغتيايي سازمان اعلام وکړ چې  دمصر، عراق ، اردن ، ترکيې ، لبنان او
سوريې دهيوادونو په شلو مليونو ماشومانو باندې دواکسين بيړنى پروګرام پيل
شوى دى.
په پاکستان کې  وسله وال اسلامپال  دماشومانو دګوزڼ د واکسين مخه نيسي  او تراوسه پورې يې ددغه پروګرام په لسګونو تنه مامورين وژلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته