سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

کابل باختردزمري د مياشتې ١۷نيټه :  
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
له اجنډا سره سم د غونډې ګډون والو د ټاکنو قانون د (۱۰۴) مادې په استناد د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو او په غزني ولایت کې د ټاکنو د ترسره کېدو پر څرنګوالي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د رئیس په وړاندیز هر اړخیز تفصیلي بحث او خبرې وکړې.
غونډې له هرخیز بحث وروسته پرېکړه وکړه چې په دې اړه تخنیکي او عملي مطالعاتو او مشورو ته اړتیا ده او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه یې وغوښتل چې راتلونکي غونډې ته دې د مشخصو او عملي بدیلونو راپور وړاندې کړي، تر څو په دې اړه لازم تصمیم ونیول شي.
په غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت اونیز راپور وړاندې کړ چې له هر اړخیز بحث وروسته د وضعیت د بهبود په خاطر لازم تصامیم ونیول شول.
ورپسې په متعارفو عملیاتوکې د خاصو ځواکونو د استعمال او په ورځنیو هوايي عملیاتو کې د ۷۷۷لوا د استعمال د څرنګوالي په اړه د ملي دفاع وزیر خپل راپور وړاندې کړ چې غونډې له هر اړخیز بحث وروسته لازم تصامیم ونیول.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته