امنیت

دطالبانو یو مهم سړی په جوز جان کې ووژل شو

شبرغان /دسلواغې ۷ / باختر
دطالبانو یو کلیدی کس په جوزجان ولایت کې له یو بل طالب سره ووژل شو .
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند ، محمد حنیف رضایي باختر آژانس ته وویل: امیر محمد چې په جوزجان کې دطالبانو یو مهم شخص و، دجوزجان ددشت لیلي په مجید قدوق کلي کې له خپل ملګري سره له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شو .
هغه زیاته کړه چې په دې نښته کې ۴ نور طالبان ټپیان شول او دوژل شویو کسانو مړي له دوو کلا شینکوفونو ،یوې مخابرې او له یوې اندارې پوځي تجهیزاتو سره دجګړې په سیمه کې پاتې و . پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته