سیاست

صلاح الدين رباني داخوند خيل دبې درکه کيدو علت دې معلوم شي .

کابل باختر د لړم اتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيوچارو وزير صلاح الدين رباني  په کابل کې دپاکستان داسلامي جمهوريت له سفير نصر الله خان زاهد سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي  دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې رباني يوځل بيا دافغانستان دديپلومات شهيد محمد عبده دقاتل چې په کراچي ښار کې دافغانستان دنمانيدګى  په دننه کې په مرموز ډول شهيد کړى شوى و داسترداد غوښتنه وکړه
دبهرنيو چارو وزير دغه راز دهغې پيښې دعلت دمعلومولو لپاره دپاکستان ددولت دجدي همکاري  غوښتنه وکړه چې په کراچۍ کې دافغانستان داسلامي  جمهوريت دجنرال قونسلګرى  سيمه ئيز  کارکوونکى اخوند خيل له کراچۍ  ښار څخه کويټې ته دسفر په  وخت کې بې درکه شوى دى .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته