ورزش

د هيواد د نجونو د فوټبال د ملي ټيم دويمه لوبه د مالديف له ټيم سره ترسره کيږي

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٤
دهيواد د نجونو د فوټبال ملي ټيم په پاکستان کې د آسيا د جنوب په سياليوکې نن د مالديف له ټيم سره لوبه کوي.
دفوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول علي کاظمي د باختر آژانس خبريال ته وويل : د آسيا د جنوب د نجونو د فوټبال دټيمونو سيالۍ د آسيا د جنوب د اتو هيوادونو ترمنځ دپاکستان د اسلام آباد په ښارکې پيل شوې دي چې ټاکل شوې ده په الف ګروپ کې د افغانستان ټيم نن د مالديف له ټيم سره سيالي وکړي .
ده وويل: د هيواد دفوټبال ملي ټيم لومړۍ لوبه د بنګله ديش د ټيم په وړاندې بايلوده .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: ټاکل شوې ده د هيواد د نجونو د فوټبال د ملي ټيم دريمه لوبه د دوشنبې په ورځ د هند له ټيم سره ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته