سیاست

دملي دفاع وزارت ويندوى دګلبدين حکمتيار وروستي څرګندونې ددرمن په سرخوب او بې محتواوبللې

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ١٣ :
دملي دفاع  وزارت ويندوى د افغانستان  داسلامي ګوند دمشرګلبدين حکمتيار دوروستيو څرګندونوپه غبرګون کې چې ويلي يې و افغانستان دبهرنيو ځواکونو وروسته نوى يمې  لسيزې ته ستنيزي ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل :وخت  شاته نه ځي موږ ډاډمن يو چې په  ٢٠١٤ کال کې دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته حالت ښه کيږي  ميړنۍ ، هيواد پاله  اوهوډمنه ملي اردو  په لوړې روحيې اوانګيزې سره  دهرراز ګواښ اوتاوتريخوزالي دشنډولو وړتيا لري .
بايد  له  ٢٠١٤  کال وروسته د ٣٥٠ زره کسيزو امنيتي ځواکونو په وړتيا کې کوم ترديد نه وي  افغان امنيتي  ځواکونه به د خداى ج په توکل اودافغانستان دخلکو په ملاتړ  اودنړيوالې ټولنې په مرسته هيڅ ډلې ته دحالاتو دګډوډولو اجازه ورنکړي .
جنرال عظيمي زياته کړه: بايد په دې پوه شو چې هرڅه متفاوت دي موږ اساسي قانون ،  منتخب   حکومت  ، دولسواکي سيستم  اوله ټولو مهم پوه خلک لرو چې په سلو کې  اويا يې  ځوان نسل  جوړوي هغه نسل  چې هيچاته يې دخپلو ټولنيزو او  وګړنيو ازاديو دمحدودولو اجازه نه ده ورکړې  اونه غواړي يوځل بيا دتيرو بدمرغيو شاهدان و اوسي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته