ټولنه

د حج او اوقافو وزارت خبرتيا!

کابل باختر د وږي دمياشتې   ٢٢ :
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا!
  دکابل ښار د ناحيوهغو حاجيانو ته چې شمېره يې له ٢٨٥١ څخه تر ٣١٠٠ پورې  دى او دغه راز هغو  حاجيانو ته چې الوتنې يې  له ولايتونو څخه په رسمي ډول کابل ته تبديلې شوي دي  خبرورکړل کيږي چې سبا  د ١٣٩٢کال د وږي د مياشتې په ٢٥ نيټه  د دوشنبې د ورځې دسهار په شپږو بجو د عيدګاه جامع جومات ته ورشي
چې واکسين يې تطبيق   او د حرمين شريفين په لور په ټاکلو الوتنوکې تنظيم شي.
  له محترموحاجيانوڅخه غوښتنه کيږي چې خپل نوبت رعايت کړي او خپل بانکي آويزونه له ځان سره ولري او په الوتنوکې د بې نظمي سبب نه شي. له دې پرته به مسووليت په خپله د دوى په غاړه وي.
د شيعه حاجيانو او د کابل ولايت او د هغه د اړونده ولسواليو د حاجيانو الوتنې وروسته اعلاميږي.
دعيدګاه جومات ته  د بدرګه کوونکي په نامه  د اشخاصو ننوتل منع دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته