امنیت

څلور تنه انسان تښتوونکي ونيول شول

کابل باختر د تلي  پنځمه :
څلور تنه انسان تښتوونکي  پرون  دپوليسو له خوا په هلمند ولايت کې ونيول شول. 
دغو کسانو يو څلورکلن ماشوم شفيع الله د محمد رحيم زوى څه موده مخکې دلښکرګاه ښار له مربوطاتو څخه  تښتولى و او په يو نامعلوم ځاى کې يې ساته  .  دغو کسانو  ددغه ماشوم دخلاصون په بدل کې له کورنۍ څخه يې دوه مليونه افغانۍ غوښتې وې چې دملي امنيت دځواکونو دهڅوله امله دغه ماشوم  د انسان تښتوونکو له منګولو څخه  وژغورل شو او کورنۍ ته يې  وسپارل شو.
  هغه کسان چې دغه ماشوم يې تښتولې و؛  دملي امنيت دځواکونو له خوا ونيول شول . 
خبرحاى وويل چې دغه څلور تنه انسان تښتوونکي اوس تر توقيف لاندې دي  .
دوى په لومړنيو تحقيقات کې په هلمند ولايت کې د انسان تښتونې په باب په خپل جرم اعتراف کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته