کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١٣ :
د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي معينې ميرمن عادله راز نن په کابل کې د کاناډا له سفير کينيت ديويد نيو فيلد سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کتنې په پيل کې د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي معينې له افغانستان سره په بېلابېلو برخوکې د کاناډا د همکاريو اومرستو له امله په منننې سره دافغانستان دولت داقتصادي او تجارتې پلانونو، پروژو او پروګرامونو په تېره بيا په اقتصادکې د افغان ښځو د زياتې ونډې د ملاتړ ، سوداګرۍ، خصوصي سکتور او د امنيتي حالاتو په باب خبرې وکړې.
د کتنې په دوام دواړو لورو دافغانستان او کاناډا ترمنځ داقتصادي، تجارتي او فرهنګي اړيکو د پياوړتيا او پراختيا، د کانونو د ايستلو په برخه کې د پانګې اچونې په مقصد دکاناډايي شرکتونو دهڅونې، دکاري ظرفيتونو د لوړولو او دافغان ښځو او ماشومانو د ځواکمنتيا او دهغو د حقوقو د دفاع، دښوونې او روزنې په لاره کې د لنډمهالو او ا وږدمهالو پروژو اوپروګرامونو دتطبيق، روغتيا او کارموندنې، شفافيت او د کاري ضمانتونو، د افغانستان په امنيتي برخه کې د افغان ښځو د ونډې، کليوالي ښځو ته د کارموندنې او د خدمتونو د وړاندې کولو او نړيوالو بازارونو ته د افغان ښځو د ملاتړ او لاسرسي په باب خبرې وکړې.
د کاناډا سفير په دغو برخوکې د افغانستان له دولت او خلکو سره د کاناډا د دوامدارو همکاريو ډاډ ورکړ.
1 1 دقیقه لوستل