نړۍ

د بنګله ديش د جماعت اسلامي ګوند د مشرانو نيول کيدل

ډاکه ډي ډان  باختر دتلې دمياشتې ١٨ :
د بنګله ديش پوليسو تېره شپه د دغه هېواد د جماعت اسلامي ګوند مهم مشران ونيول.
باختر آژانس  د نړيوالو خبرځايونو له خولې خبر راکړ:
په دې بريدکې چې د ډاکې ښار په شمال د اوتارا ناحيې په يو کور وشو، د دغه ګوند د رئيس مقبول احمد، مرستيال شفيق الله او د دغه هېواد د پارلمان پخوانى غړى غلام پرور ونيول شول.
د ډاکې ښار د پوليسو د څرګندونو له مخې: دوى اطلاعات ترلاسه کړي و چې د دغه ګوند جګپوړي غړي غونډه لري او له دغې سيمې څخه يو شمېر پاڼې هم د پوليسو لاسته ورغلې دي.
د بنګله ديش ورځپاڼې پروتوم الو ليکلي دي: دغه مشران د سبوتاژ په تور نيول شوي دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته