سیاست

اجراییه رییس د ایران د جمهور له مرستیالي او د دغه هیواد د چاپیریال ساتني د عمومي ادارې له رئیسي سره وکتل

کابل باختر د مرغومي شپاړلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په لړ کي نن د دغه هیواد د جمهور رئیس له مرستیالي او د چاپیریال ساتني د عمومي ادارې له رئیس معصومې ابتکار سره وکتل.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کي د افغانستان او ایران ترمنځ د چاپیریال ساتني په برخه کي د ګډو همکاریو پر زیاتوالي او د طبعي ساحو پر ساتني تفصیلي خبري وسوې.
د ایران د جمهور رئیس مرستیالي د هیواد له اجرائیه رئیس سره په کتنه کي وویل، چي دوی د چاپیریال ساتني لپاره څو سیمه ییز مرکزونه جوړ کړي او د تیرو کلونو په ترڅ کي یې د دغو مرکزونو له لاري د افغانستان د چاپیریال ساتني له ادارې ګډ روزنیز پروګرامونه هم جوړ کړي دي.
هغې زیاته کړه، چي دوی دغو مرکزونو ته پراختیا ورکوي او هیله لري، چي افغانستان له خپله اړخه دې برخي ته پاملرنه زیاته کړي، څو دغه برخه کي ګډي ستونزي حل سي.
نوموړې همداراز وویل، چي د دوی ډېره پاملرنه ګډو سرحدي ساحو ته ده او هڅه کوي، چي دغو نقاطو کي د اوبو طبعي تالاوونه (زیرمې) و ساتل سي، څو هلته د طبعي ژوو او مرغانو ژوند تضمین او ور څخه د سیل لپاره ګټه پورته سي.
اغلي ابتکار یادونه وکړه، چي ایران به نژدې راتلونکي کي د طبعي تالاوو نو (زیرمو) نړیواله ورځ لمانځي او هیله لري، چي افغانستان به د چاپیریال ساتني مسؤلین دې لمانځغونډي ته ولېږي، څو وروسته د دواړو هیوادونو د ګډ کمېسون او کاري ناسته هم جوړه سي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چي د چاپیریال ساتني اړوند لازم اقدامات باید په جدیت سره تعقیب او په اړه یې د سیمه ییزو همکاریو د مرکز فعالیتونه چټک سي.
ده زیاته کړه، چی د طبیعت ساتنه نه یوازي د اړوندو مسؤلینو، بلکه د ټول بشریت انساني مسؤلیت دی او ضروري ده، چي هر څوک تر خپله وسه په دې برخه کی کار وکړي.
ډاکټر عبدالله وویل، چي د چاپیریال د ښې ساتني لپاره باید د افغانستان او ایران او له نړیوالو پروژو څخه زياته استفاده وشي او دواړه هیوادونه ډاډه شي، چي د پولي په اوږدو کي ټولي طبعي ساحې د امکان ترحده وساتل سي.
هغه یادونه وکړه، چي د افغانستان د ژوندانه د چاپيريال ساتنې اداره دوه اړخیزو کارونو ته له نژدې پاملرنه کوي او د حکومت رهبري هم په دې برخه کې د ټولو موافقو رعایت ته ژمنه ده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته