امنیت

په لسګونو تنه ډار اچوونکي دهېوادپه بېلابېلو سيمو کې ووژل شول .

کابل باختر دتلي  شپاړلسمه :
دملي دفاع وزارت وايي دهېواد په بېلابېلو سيمو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې په لسګونو تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دهېواد په  بېلابېلو سيمو کې  ددښمن په ځالو شل يرغليز او پلان شوي چاڼيز ګډ عمليات ، يوسلو شل  مورده کوماندويي  ځانګړي دندې او اوولس هوايي بريدونه ترسره کړل او هوايي ځواکونو دملي اردو دځواکونوپه ملاتړ  اتيا هوايي  الوتنې ترسره کړې چې له امله يې  په لسګونو تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اووه پنځوس  تنه نور ټپيان اولس تنه ونيول شول .
  دغه عمليات دهلمند ، نيمروز ، بلخ ، فارياب ، بغلان ، سرپل ، بدخشان ، هرات ، قندهار ، روزګان ، خوست ، غزني ، پکتيا ، لوګر ، ننګرهار اودکونړ په ولايتونوکې دملي اردو دځواکونو له خواترسره  شوي دي .
ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته