نړۍ

د امريکا قانون جوړونکي له ايران سره داټومي خبرو رپوټ غواړي

واشنګټن-  وي او اې – باختر د ثور دمياشتې ١٩
د امريکا قانون جوړونکو مجلس ته يوه طرحه وړاندې کړه  چې د دغه هيواد حکومت موظف کوي دايران  په اټومي پروګرام پورې د اړوندو خبرو په  باب داستازو مجلس ته رپوټ  ورکړې .
دامريکا داستازو مجلس غواړي پوه شي چې د ايران  د ژنيو د اټومي موقتي موافقې عمل کوې که  څنګه  ؟
دغه طرحه چې د استازو دمجلس دجمهوريت غوښتونکي استازي جکلى والو رسکى
له خوا تدوين او دغه مجلس ته وړاندې شوې ده حکومت موظفوي داټومي موقتي موافقې حالت چې تيرکال په ژينو کې دايران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ ترلاسه شوه اوله تهران سره هر وروستۍ موافقه له ځنډ پرته مجلس ته وړاندې کړي .
دچهارشنبې په  ورځ دامريکا دکانګرس داستازو دمجلس د وسله والو ځواکونو کميټې د ٢٠١٥ کال لپاره دملي دفاع د مجوز طرحه د رايو په اتفاق تصويب کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته