امنیت

په سرپل کې د جګړو د دوام له امله د خلکو انديښنې

کابل باختر د لړم  نهه ويشتمه :
د سرپل ولايت په بېلابېلو سيموکې سختې جګړې دوام لري .
د سرپل ولايت اوسيدونکي وايي: وسله والو طالبانو له شپږو ورځو را پديخوا د سرپل ښارته څېرمه پراخ بريدونه پيل کړي او د صياد او کوهستاناتو د ولسواليو په ځينو سيمو يې هم بريدونه کړي دي.
د سرپل ولايت مقامات وايي چې د شپږو ورځنيو جګړو په بهيرکې دواړو لورو ته د سر زيان اوښتى دى .
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت باختر آژانس ته وويل چې د صياد ولسوالۍ د دره بند او بازره کمي په سيموکې د هوايي او ځمکنيو بريدونو له امله ١٣ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اوولس تنه نور يې ټپيان شوي دي.
وحدت زياته کړه: ددغو جګړو په بهيرکې دوه تنه امنيتي ځواکونه ټپيان اويو وګړنى پاڅون کوونکى شهيد شوى دى .
  وحدت د سرپل خلکو ته ډاډ ورکړ چې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه جدي هلې ځلې دوام لري.
خو د سرپل ولايت يو  اوسيدونکى وايي چې طالبان په دغه ولايت له حکومت څخه زيات تجهيزات او ځواکونه لري .
وحدت زياته کړه: اوس دسرپل په ښار د طالبانو په سلوکې اتيا بريدونه په شاتمبول شوي او امنيتي ځواکونه لوړ مورال لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته